اسلام آباد17اکتوبر (اے پی پی)د وزيراعظم د قا??ي روغتيا كوآرډينېټر ډاكټر مختار اح??د بهرته وئېلي دي د وفاق په څلورو واړو روغتونونو كښې به انفارمېشن منيجمنټ سسټم پېل كولې شي٬دا پروژه په ابتدائي توګه پمز كښې د تنصيب په پړاؤ كښې ده۔د زيارت په ورځ د روغتيا وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ډاكټر مختار اح??د بهرته ووئېل د وفاق په څلورو واړو روغتوونو كښې د يو رنځور يو آئي ډي نفاذ كولو پريكړه شوی٬هر رنځور سره به يو منفرد آئي ډي وي٬د ټولو ټيسټونو نتيجې او تشخيص به يوې آئي ډي سره منسلك وي۔ډاكټر اح??د بهرته ووئېل په ټولو پرائمري او سيكنډري په كچه روغتونونو كښې انفارمېشن منيجمنټ سسټم پېل كولې شي۔د رنځورانو ټول تاريخ پشمول د ټيسټ او داروګانو رېكارډ ډيجيټائز كولې شي۔دا پروژه په ابتدائي توګه پمز كښې د تنصيب په پړاؤ كښې ده٬ په دې 80 فيصده كار تر سره شوے۔ده ووئيل د وفاق په روغتونونو كښې د انفراسټركچر او د هارډ ويئر هم اپ ګريډ كولو عمل روان دے۔
Nguồn bài viết : SE Trực Tuyến